Quantcast
Channel: ولایتي شورا –آریانا نیوز
Viewing all articles
Browse latest Browse all 14

پر کندوز ښار د طالبانو په برید کې ۴۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

$
0
0

د کندوز ولایتي شورا غړي وایي، چې د کندوز ښار د څنډو په بېلابېلو نښتو کې ۶ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي.

د کندوز ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري وایي، چې د کندور ښار د څنډو د ۳۰۰ فامیلي، چرخاب او شینواري پر اړوند سیمو طالبانو بریدونه کړی، چې په کې ۶ کسان وژل شوي، ۳۸ نور ټپیان او یو شمېر خلک له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.

هغه زیاتوي؛ پر ځینو پوستو د طالبانو بریدونه پر شا تمبول شوي دي.

د کندوز ولایت عامې روغتیا ریاست هم د ټپیانو دغه شمېر منلی؛ خو دا، چې ټپیان امنیتي ځواکونه دي او که عام وګړي څه نه وایي.

د دغه ولایت د پولیسو ویاند د دوه سیمه ییزو پولیسو وژل کیدل منلي او زیاتوي، چې وسلوالو طالبانو ته درانده زیانونه اوښتي او له اړوند سیمو په شا شوي دي.

هغه زیاتوي، چې د شینوارو پوسته د دوه یمې حوزې په اړوند سیمه کې پرته ده او پر دوه یمې حوزې برید ندی شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ فتح نومي پسرلني عملیات پیل کړي او دا دی نن د کندوز- تخار پر لویه لار له نښتو خبر ورکوي او څرګندوي، چې په دې نښتو کې تر دې دمه ۶ سرتېري وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي.

 

The post پر کندوز ښار د طالبانو په برید کې ۴۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې first appeared on آریانا نیوز .


Viewing all articles
Browse latest Browse all 14