Quantcast
Channel: ولایتي شورا –آریانا نیوز
Viewing all articles
Browse latest Browse all 14

د خوست محلي ادارې ته د غلام خان بندر د تړلو امر شوی

$
0
0

د خوست ولایتي شورا غړي وایي، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د خوست محلي ادارې ته  د غلام خان بندر د تړلو امر کړی دی.

له هغې وروسته، چې تېره اوونۍ پاکستان د غلام خان بندر پرانست؛ افغان حکومت اوس ویلي، چې په سرحدي صفري ټکي کې د نظامي تاسیساتو او تخنیکي وسایلو تر ځای پر ځای کولو پورې به دغه لار تړلې وي.

افغان ولسمشر د خوست والي، ولایتي نظامي ارګانونو او یو ګډ پلاوي ته دنده سپارلې، چې سیمه له نږدې وګوري، امنیتي اندېښنې وڅېړي، په صفري ټکي کې د نظامي تاسیساتو، سکینیر ماشین  او نورو تخنیکي وسایلو د ځای پر ځای کولو په اړه لازم اقدام وکړي.

د خوست والي حکم خان  حبیبي وایي، د افغان حکومت ټولې هڅې د دې لپاره دي، چې د غلام خان بندر رسمي ترانزیت ته زمینه برابره شي او دغه راز په صفري ټکي کې ټول پوځي، ملکي تاسیسات، تخنیکي وسایل او هغه آسانتیاوې رامنځته شي، چې د یوه رسمي بندر جوړیدو ته اړین دي.

د خوست ولایتي شورا رییس کفیل ریحان وایي، ولسمشر د امنیتي اندېښنو له کبله د غلام خان بندر د تړلو امر کړی، چې دا پرېکړه نا سمه ده.

د خوست د سوداګرو ټولنې مشر جمال تڼی هم پورتنې نطر تائیدوي او وایي، چې د ګمرک او سرحدي پولیسو تاسیسات فعال دي او حکومت باید دا لار پرانستې وساتي.

د خوست ولایتي شوار غړی مجیب الرحمن سالمزوی ګواښ کوي، که غلام خان بندر په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته ونه سپارل شي؛ نو په اعتراض کې به د کابل او خوست لویه لار ولسونه وتړي.

خبریال: فریدالله ظاهر

The post د خوست محلي ادارې ته د غلام خان بندر د تړلو امر شوی first appeared on آریانا نیوز .


Viewing all articles
Browse latest Browse all 14