په ننګرهار کې د ولایتي شورا دوه غړیو عبیدالله شینواري او اجمل عمر د مرستیالۍ د څوکۍ پر سر نښته کړې.
د ننګرهار ولایتي شورا ډېر کله د وکیلانو د خپلمنځيو شخړو کوربه وي؛ خو دا ځل خبره تر فزیکي شخړې راورسیده.
یوه امنیتي سرچینه وايي، د شورا د غړیو اجمل عمر او عبیدالله شینواري او د هغوی د ساتوونکیو ترمنځ فزیکي شخړه شوې، چې پولیسو یې تر منځ د ډزو مخه نیولې ده.
د ننګرهار استوګن ضیاالرحمان، چې د دې شخړې عیني شاهد دی وايي، که پولیسو ژر مداخله نه وای کړې؛ ستر ناورین به جوړ شوی و.
د ننګرهار ولایتي شورا له پیله تراوسه په دوه ډلو وېشل شوې، چې دواړه سره شدید اختلاف لري؛ له پيله د شورا رييس د یوې ډلې او مرستیال یې بیا د بلې ډلې له خوا و.
څه موده مخکې د شورا مرستیال، منشي او دوه غړیو د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره استعفاوې کړې دي.
د ولایتي شورا غړی عبیدالله شینواری وايي، د اته غړیو په تائید مرستیال ټاکل شوی.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړی اجمل عمر وايي، د رييس ډلې پخپل سرعبیدالله شینواری د شورا د مرستیال په توګه اعلان کړ، چې دوی یې مخالفت وکړ او له امله یې شخړه رامنځته شوه.
د شورا رييس احمد علي حضرت په دې اړه څه نه وايي؛ خو د رييس ډلې ته منسوب د شورا غړی سهراب قادري وايي، د عبیدالله شینواري او اجمل عمر ترمنځ شخړه ختمه شوې او ژر به همغږي رامنځته شي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی په شورا کې د وکیلانو ترمنځ شخړه تائیدوي؛ خو په دې اړه ډېر معلومات نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې یو کال وړاندې د شورا رييس ویلي وه، د شورا ځینو غړیو ورته د مرګ ګواښونه کړي. د همدې اختلافاتو له امله د شورا چارې هم له مودې راهیسې ټکنۍ روانې دي.
خبریال: رحمت الله زیارمل
The post په ننګرهار کې د ولایتي شورا دوه غړیو شخړه کړې first appeared on آریانا نیوز .